د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، د ولسمشرۍ ماڼۍ فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي او محمد محقق تر منځ فیسبوکي ناندرۍ راپورته شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن د شپږ نیمو بجو غونډې په ګزارش کې لیکلي: ((داعشي طالبانو په يوه ليکلي پیغام کې مونږ ته خبرداری راکړی چې، که د دوی له زندانیانو څوک اعدام شول، کابل به د شيعه ګانو په مسلخ بدل کړي.))
امرالله صالح همدا راز ویلي، داعشي طالبان باید په دې پوه شي، دا چې مونږ د دغو قاتلانو څېرې هره ورځ خپل ملت ته ورپېژنو، هېڅ ډول ګواښ به زمونږ مخه ونه نيسي.
د صالح له فیسبوکي پوسټ څخه لږه شېبه وروسته د ولسمشر فرهنګي سترسلاکار شاه حسین مرتضوي، چې شیعه مذهب سره تړاو لري پر فیسبوک ولیکل: (( د شیعه ګانو ویرول بند دي. طالبان او داعش د بشریت او افغانستان دښمنان دي؛ زموږ د اطلاع رسونې طریقه باید مسلکي شي او د دښمن رواني جګړې سره باید همکار نه شو.))
د شاه حسین مرتضوي له دې لیکنې څخه شاوخوا یو ساعت وروسته امرالله صالح بېرته نوموړي ته پر فیسبوک ځواب کې وویل، هیڅ قانوني، سیاسي، او ټولنیز مسولیت نه لري، چې د خپل دښمن د فکر او عمل لپاره د مصلحت او سم ویلو جامې وګنډي.
هغه زیاته کړه، دښمن هم هغسې چې دی، باید هغه شان خلکو ته ور وپیژندل شي، کلونه کېږي چې خلک له دولت څخه ښکاره خبرې غواړي او دښمن له مخ څخه پرده پورته کول بې پروایې نه بلکه زړورتیا ده.
بل لور ته د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق بیا د امرالله صالح خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې د غلطو خبرو د اصلاح لپاره باید ځانونه ړانده نه کړو.
هغه زیاته کړې، چارواکي دې د خپلو تبلیغاتو په برخه کې مسوولانه عمل وکړي او د طالبانو له لورې د شیعه ګانو د وژلو پلان د یو چارواکي له خولې د دوی پر وړاندې رواني نا امني تقویه کوي.
په ټولنيزو رسنيو د يادو لوړپوړو دولتي چارواکو تر منځ ناندرۍ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي. یو شمېر کسانو دغه کار جالب او حیرانوونکی ګڼلی او له دوی يې غوښتي، چې باید په خپل منځ کې د نښتلو پر ځای د دښمن پر وړاندې سره يو لاس شي.